که روس او آمریکا سره په ايټمي وسلو جنګ شي څه به پېښ شي؟

روس په اوکرېن باندې د يرغل په موخه پوره چمتوالى نيولى او په زرګونو سرتيري يې د اوکرېن سره پر پوله ځاي پر ځاي کړي دي. روسي ځواکونه بار بار پوځي تمرينات کوي او هره ثانيه پر اوکرېن جنګ پيښيدونکى دى. سرچينو زياته کړي دا چي روسي ځواکونو له ځان سره د جنګ هر ډول وساٸل لکه د وينې ډراپونه، د طبي پرسونل هم د جنګ ليکو ته ليږدولي دي. خو له بله پلوه يو بل سوپر طاقت روسي سياله آمريکا ده چي له روسيې سره يې د اوکرېن په سر نندارۍ را پورته کړي او له روس سره ښکر په ښکر شوي ده. امريکا هم ګواښ کړی که روس په اوکرېن يرغل وکړي نو بي ځوابه به پاتې نشي.

دا چي روس او آمريکا دواړه پوره سوپر طاقتونه او په آيټمي وسلو سمبال دي، نو څه به پېښ شي که دوي په جګړه کې سره ښکېل شي؟

څو مليونه انسانان به ووژل شي؟
بـــرى به څــــــــــوک ومــومي؟
په نورو ملکونو او په ټوله دونيا په څه اغېزې ولري؟
آيا بغير د روس او آمريکا خلکو د نورو هيوادونو وګړي به هم پکې ووژل شي؟


څيړونکي وايي چي هره ثانيه درېم نړيوال جنګ پيښيدونکۍ دى، خو دا جنګ به نه يوازې په ملېنونه انسان ووژني، بلکې د تر څنګ به یې حيوانات او نابتات هم له منځه ولاړ شي، آن تردې چي د هوا په اقليم دومره بده اغېزه وکړي چي تر رتلوونکي شلو کالونو پورې به په نړې کې د هر رقم ژوندیو موجوداتو پر مخ ژوند ناشونۍ وي.

خو که صرف آمريکا او روسيه په آيټمي بمونو سره وولي، څه به پېښ شي؟

دا دواړه هيوادونه يو له بله ډاريږي، او تقريباً دواړه مساوي طاقت لري، خو آمريکا بيا په څنګ کې د ناټو(NATO) هيوادونه هم لري چي په روسيې بريد کولى شي. لو بله پلوه که ناټو د آمريکا پلوى وکړ، د روسيې دوست هيوادونه د روسې ملاتړ کوي او په ناټو او آمريکا دواړو بريد کوي چي پايله يې درېم ڼړيوال جنګ شو.

خو که يوازې په يوازې آمريکا او روسيه سره په جنګ شي؟
لومړي خو دواړه هيوادونه دومره طاقت لري چي آمريکا روسيه لس وارې، او روسيه آمريکا لس وارې په مکمله توګه له منځه وړلى يا ورانولى شي. که چيرې ياد هيوادونه د دوه اونۍ په آيټمي مزآٸلو سره وولي، لومړى به د دواړو هيوادونه د لويو ښارونو په شمول دواړه ښکېل هيوادونه په مکمله توګه لامنځه ولاړ شي. د دوه اونيو په موده کې به ١٥٠ ټڼه تور لوګي هوآ ته پورته شي. ياد لوګي به اټومسفير ته پورته شي او تر کلونو پورې مکله ځمکه په تورو تيارو کې پاتې شي او د لمر څرک به معلوم نشي. دوه اونۍ وروسته به تورلوګي ټولي نړۍ هوادونه ته خواره شي، په ټوله نړۍ تياره داسې خواره وي لکه تياره مښام.

دا چي تور لوګي به پورته په اتوموسفير پورته شوي وي، او د لمر وړانګې ځمکې ته نه راپريږدي، لمر زيات حرارت به آوزون وسيزي او له منځه يوسي، کوم چي زمکې د لمر زهري وړانګې نه راپريږي. دا چي اوزون به نور نه وي، د فضاء له لورې به زهري وړانګې زمکې ته را خوشي شي. که څه هم دا وړانګې به د لوګيو په واسطه يو څه نا څه بندې شي، خو ډيرۍ وړانګې به د زمکې سطحې ته راتېرې شي. دا زهري څانګې د انسان په ډي ايڼ اې باندې مخامخ اغيزې کوي او په پايله کې يي د پوستکي کنسر تري جوړيږي، پدې سره به د کنسر پيښې مخ په زياتيدو شي.

دوه مياشتې وروسته به د هوا حلاتو دراجه راښکته شي، په يخ کيدلو به شروع وشي، دا ژمۍ به د ايټمي بمونه د ستمعال لاسه په ټوله نړۍ کې راشي. دا چي هوا بې په نڅاپي ټول بدله شوي وي، يخ به شروع شوى وي، او په ټوله نړۍ کې به بارانونه نه وريږي، ونې او بوټي به ډېر دوام ونه مومي. څلور مياشتې بعد به بيا خلک لوږه پسې واخلي او خوارکي توکي به په ټوله نړۍ کې پر خلاصيدو وي، يخه هوا، تياره موسم به ددې باعث شي چي په کالونو کالونو به په زمکه حاصلات ونشي. دوه کاله بعد به ډيرۍ خلک له لوګې تندې مړه شي او ځينې خلک به د حيواناتو په ښکار، ماهي نيولو يا نورو لارو چارو ژوندي پاتې شي، خو له بل پلوه به له تيارې، يخې هوا او د يو وي زهري څانګو په امان نوي. ډېر لږ خلک به ژوندي پاتې شي، هغوي به هغه خلک وي جي د ايټمي بمونو له استمال سيمو ډېر لرې پراته وي.

څلور کاله وروسته به موسم ورو ورو ښه کيږي، لږ لږ بارونونه به شروع خو دا چي بېرته عادي حالت ته راشي، دا چاره به شل کاله وخت ونيسي. خو د يو وي زهري وړانګې به لا هم تر پنځو کالونو پورې خلک په کيسنر اخته کوي. لس کاله وروسته به طبعيت لکه د زمکې حاصلات، ونې او بوټي بېرته عادي حالت ته را وګرځي. شل کاله ورسته به پاتې شوي خلک لاهم هغه ځايونو سره شديد حساسيت لري، کومې سيمې چي د ايټمي بمونو ښکار شوي وې. دا هرڅه به يو تاريخي اقليمي بدلون وي چي د ٨٠٠ ايټمي بمونو په ستمعال کې به رامنځ ته شوى وي.

Comments (0)


Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *