Khob Wenam
$0.00
خوب وينم چې په ھيواد مې يوه توره وريځ خپره شوې وي . ھر ځای کې ګردجن مخونه او خيرنې جامې نارينه داسې ګرځي لکه لار چې ترينه ورکه شوې وي. له حال او ماضيڅخه ناخبره روان يم چې يو ماشوم د لارې څنګ ته ناستو خلکو ته ووايي چې دا ھفته زمونږ د ځای خوند نشته خو په جلال آباد کې لوی پروګرام دی . له ځان سره فکر کوم چې په دومره غم کې شي د خوشالۍ پروګرام څنګه کيدای ؟ په ھمدې فکرو کې ډوب روان يم چې د يو وران تعمير چې تور بيرغ پرې رپيږي او لکه ښوونځۍ غوندې ښکاري مخې ته ورسيږم .ورننوځم تعمير ته . دننه يو کس لګيا وي وړو ماشومانو ته د جنت د شرابو، شاتو او حورو قيصې کوي .ده ورته وايي چې جنت ته تر ټولو نژدې لاره د شھادت . دوی ته د معوذ او معاذ قيصې کوي چې څنګه واړه ماشومان ھم کولای شي جھاد وکړي .و بل ټولګۍ ته چې ور ګورم نو يو بل کس چې توره لونګۍ او اوږده ږيره لري، ماشومانو کوي ته د غسل په اړه خبرې . دريم ټولګي کې يو بل ھمداسې کس ماشومانو ته عربي ورزده کوي
Reviews
There are no reviews yet.