Education

اسماني کتابونه څو دي؟ پر چا نازل شوي؟

Four Holy Books of Islam

اسماني کتابونه څو دي؟

اسماني کتابونه څلور دي:

تورات
زبور
انجیل
قرآن کریم

اسماني کتابونه او صحيفې پر چا نازل شوي؟

تورات په موسى عليه السلام (وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ )سورة البقرة87 آيت .
انجيل په عيسى عليه السلام (وَقَفَّيْنَا بِعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ وَآتَيْنَاهُ الْإِنجِيلَ) سورة الحديد27 آيت .
زبور په داود عليه السلام (وَآتَيْنَا دَاوُودَ زَبُوراً {55}سورة الاسراء .
قرآن په حضرت محمد صلى الله عليه وسلم رانازل شوى .

همداراز د وتلي مفسر علامه آلوسي بغدادي رحمه الله له وينا سره سم د صحيفو شميره سل ده:
چې پنځوس يې په حضرت شيث عليه السلام نازلې شوې وې .
ديرش يې په ادريس عليه السلام نازلې شوې وې .
لس يې په حضرت ابراهيم عليه السلام نازلې شوې
اونورې لس يې په حضرت موسى عليه السلام دتورات تر نزوله مخکې نازلې شوې وې .

والله تعالى اعلم باالصواب

سرچینه واسع ویب

Leave a Comment