How-to

څنګه او څه وخت مطالعه وکړو؟

ډېری کسان شکایت کوي، چې مطالعه کوم خو شی مې په ذهن کې نه پاتېږي، حافظه مې کمزورې ده، د مطالعې د جذبولو استعداد نه لرم او یا هم وخت نه لرم چې مطالعه وکړم. زه فکر کوم دا یوازې بهانې دي، چې له مطالعې څخه ځان خلاص کړو.

د ارواپوهانو په اند، درې ډوله ذهنونه شته:
۱– کمزوری.
۲- متوسط.
۳- قوي.

خو انسان کولای شي، چې د مطالعې په تمرین سره د خپلې حافظې د جذب مقدار لوړ کړي، یعنې په مطالعه کولو سره کمزوری ذهن په متوسط، متوسط په قوي ذهن بدلېږي. نو سړی ویلای شې، چې په نړۍ کې هېڅ کمزورې او قوي حافظه وجود نه لري، یوازې هغه حافظې قوي او ښه کار ورکوي، چې روزل شوې وي.

مطالعه څنګه او څه وخت وکړو؟

۱ – باید په چوکۍ کې کښېنو، ژېړه روښنایې وې او کتاب له سترګو څخه ۳۰-۴۰ سانتي متر پورې لیري ونیول شې.
۲- د مطالعې پر مهال مهم ټکي باید یاداښت کړل شې.
۳- مهمو ټکو او عباراتو ته په ذهن کې تصویرونه جوړشي.
۴- مطالعه باید په مجلس کې ونه شي.
۵- د مطالعې او موسیقي اورېدل باید یو ځای و نه شي.
۶- په آرام محیط کې مطالعه وشي.
۷- مطالعه یوازې د امتحان په شپه نه بلکې هره ورځ باید وشي، چې ذهن یې په کراره – کراره سره قبوله کړي.
۸- د خوراک په وخت کې مطالعه و نه شي.
۹- د خوب په ځای کې مطالعه ونه شي.
۱۰- د وسواس او اضظراب په حالت کې مطالعه ونه شي.

د مطالعې ښه جذب

هغه کومې لارې دي، چې په عملي کولو سره یې په دې توانېدلای شو، چې له مطالعې څخه ښه جذب وکړو:

۱- د مطالعې لپاره باید لومړی ذهناً او جسماً آماده واوسو.
۲- د زده کړې او یا مطالعې د جذب لپاره باید یوه انګېزه وجود ولري، یعنې دا راته په ثبوت رسېدلې وي، چې دا زده کړه بې ګټې نه ده.
۳- د لیکوال، کتاب او محتوا پېژندنه.
۴ د مطالعې په هکله له خپلو شته تجربو څخه استفاده کول.
۵- له ځان څخه سوالونه کول.
۶- په اخري کې له ځان څخه امتحان اخیستل.
۷- د کتاب خلاصه په خپلو کلماتو کې لیکل.

زموږ سویې ولې ټیټې یا ورځ تر بلې ټيټېږي؟

۱ – د مسلکې استادانو نشتون.
۲- په کورنۍ کې فرهنګي فقر: (د کتابتون، اخبار، مجلې، راډیو او تلوېزیون نشتون)
۳- کمزوری اقتصاد.
۴- د کورنۍ د غړو ډېرښت.
۵- د کورنۍ د غړو ناسمه رویه د زده کوونکو او محصلینو سره.
۶- په صنف کې درس ته نه توجه او نوټ نه اخیستل.

د وخت په ارزښت پوی شئ:

مطالعه وکړئ! چې ذهن مو پراخ شي.

که په دې فکر یې چې وزګار شم بیا به مطالعه وکړم نو باوري اوسه چې د عمر تر پایه به هم وزګار نشې مطالعې ته،

مګر که وخت دې ورته ځانګړی کړ بیا په هر ډول حالاتو کې مطالعه کولای شئ.

ډېر نه د ورځې شل ۲۰ صفحې مطالعه وکړئ خو دوام داره یې وکړئ. که چرته تاسې هره ورځ شل صفحې مطالعه وکړئ. یوه اونۍ/هفته کې ۱۴۰ صفحې کېږي.

یو میاشت کې ۶۰۰ صفحې.

یو کال کې تقريباً ۷۲۰۰ صفحې یا شپیته ۶۰ متوسط کتابونه مطالعه کوئ.

که ۶۰ کتابونه تاسې یو کال کې ولولئ نو داسې فکر وکړئ چې تاسې د پوهنتون د درې کالو درس هومره مطالعه په یو کال کې کړې ده.

نو د وخت په ارزښت پوی شئ او په بېځایه او بې ګټو څېزونو يي مه لګوئ.

واسع ویب

Leave a Comment