How-to

کور کې کتابتون جوړول؟ خو څنګه؟

Make small library at home

که د کتابونو لوستلو سره مینه لرئ او هرکال زيات کتابونه پیرئ؛ نو غوره ده، چي په خپل کور کي د مناسب کتابتون ډیزاین کولو ته پام وکړئ.

ځیني خلک یوازي د کتابونو رانیولو سره علاقه لري؛ جاپانيان وايي، چي د دوی دنده يوازي د کتابونو ډېرول او خروار کول دي، نه لوستل.

ژباړن: عزت الله ذکي

په هرصورت، که تاسي د لوستلو لپاره کتاب پیرئ، یاهم د کتابونو راټولولو سره علاقه لرئ، تاسو باید ترټولو لومړی د خپل کور دننه کتابتون تنظیم کړئ.
په دې مطلب کي مو هڅه کړې، چي تاسي ته د کورني کتابتون جوړولو څرنګوالی او مهم شیان روښانه کړو. سربېره پردې کولای سئ لانديني انځورونه د بېلګي په توګه وکاروئ او په کور کي مو ښکلی کتابتون جوړ کړئ.

د کتابتون موقعیت غوره کړئ
د کتابتون جوړولو لومړی ګام د هغه لپاره سم ځای موندل دي، ښايي د ننني عصر په کوچنيو کورونو کي تاسي په کور دننه کتابتون جوړولو ته محدود ځای وقف کړی وي، ځکه نن ورځ اکثراً کورونه کوچني او په داسي ډول جوړ سوي، چي د ورته پروژو لپاره پکي لږه ساحه شتون لري، خو په کوچنیو کورونو کي هم تاسي آسانه کولای سئ، چي د کتابتون لپاره مناسب ځای او فضاء غوره کړئ.

دغه راز د اوسیدو په خونه کي د کتابتون جوړول یو له غوره انتخابونو څخه دی، تاسي کولای سئ، چي له کم ځای او فرنیچر څخه په ګټي اخيستني سره په کور دننه د لوست لپاره ښکلی کتابځای جوړ کړئ. ددې ترڅنګ د اطاق دېوالونه د کتاب ايښودنکو الماریو د نصبولو لپاره غوره ځای دی، د کتابونو د ښکلا او لوړوالي لپاره په ډیزاین کي له زينتي توکو څخه ګټه واخلئ او د کورني کتابتون ښکلا مو نوره هم زیاته کړئ.

ددې هدف لپاره په کور کي پاته خالي دیوالونه هم وکاروئ. آړینه نه ده، چي ستاسي د خپلي خوني دېوال وي، که د اوسېدنځای يا خوړنځای د اطاق دېوال وي؛ د کتابتون لپاره د مناسب ځای په توګه کارول کېدای سي.

که په کور کي تالار یا زینې لرئ، کولای سئ دا په یو ښکلي کتابتون تبدیل کړئ؛ د تالار شاوخوا المارۍ کښېږدئ او خپل کتابونه پرې وځړوئ. دا سمه ده، چي کورنۍ کتابتون به د ناستي لپاره کافي ځای ونه لري، مګر دا خو کولای سي، چي د کور له پاته خالي ساحې څخه ګټه پورته کړي او په لوړ ظرفیت سره یو ښکلی کتابتون ډیزاین کړي.

د کتابتون ډول
د کورني کتابتون لپاره د سم ځای غوره کولو تر پرېکړي وروسته، تاسي باید د کتابتون سټايل او ډیزاین وګورئ او یو یې غوره کړئ، چي سینګار يې د شاوخوا سره مناسب وي. کوم ډیزاین چي تاسي ته سکون درکوي او کوم رنګونه خوښوئ؟

د بېلګي په توګه، د کورني کتابتون په کلاسیک ډیزاین کي زیات لرګي کارول کيږي او د کتابتون فضاء د لرګیو الماریو او صوفونو په واسطه په دودیزو غالیو سره ډکه سوې وي.

د کورني کتابتون په ډیزاین کولو او ډول برابرولو کي هرڅه ساده او روښانه دي او په هیڅ ډول له پامه غورځونکي نه دي؛ په دې ډول کتابتونونو کي د کتاب ايښودني ځای خورا عصري وي او د لوستونکو پاملرنه هم ځان ته ډېره راجلبوي.

د کورني کتابتون په جوړښت کي د عصري او صنعتي توکو کارول او په هغه کي د کتابونو لپاره آغېزمن ځای انتخابول خورا مهم دي. په ساده توګه تاسي کولای سئ د کورني کتابتون د ډیزاین لپاره سپین، تور او خړ رنګونه وکاروئ.

د الماریو کارول
مهمه نه ده، چي تاسي د الماریو کوم ډول یا سټایل کاروئ، يوازي کتابونو ته د ځای ورکولو لپاره سمون ته اړتیا لرئ؛ ددې ترڅنګ کولای سئ د خپل کتابتون په الماریو کي د نوښتي فعالیت د لید ښکلا ضرب کړئ. د مثال په توګه، د مربع شکله او مستطیل الماریو پرځای مايلي ډیزاینونه وکاروئ.

د کتابونو غټي المارۍ د لويو خونو لپاره ډېري مناسبي دي، مګر که تاسي په محدود ځای کي یو کوچنی کتابتون ډیزاین کړی وي، کولای سئ د کتاب ايښودلو تاقچې يې په مايلي شکل طرح کړئ، چي د الماریو دا شکل کولای سي په متفاوته فاصله کي د ډېرو کتابونو ځای پرځای کولو لپاره ګټور تمام سي.

د کتابونو ذخیره کولو لپاره بکسونه جوړول یو بل اختیار دی؛ په دغو تاقچو کي د ښکلي لرګیو کارول د کتابونو راټولولو او په یوه ځای کي د هغه د ذخیره کولو لپاره غوره لاره ده، چي دا کړنلاري په ګډه ستاسي لپاره یو ښکلی کورنی کتابتون رامنځ ته کولای سي او کور ته مو ځانګړې ښکلا وربخښي.

د مطالعې لپاره آرامه څوکۍ
د کورني کتابتون لپاره تر غوره ځای ټاکلو وروسته باید د مطالعې لپاره د ښې او سکون ورکونکي څوکۍ په لټه کي سئ او د کتابتون په څنډه کي باید یوه څوکۍ یا بنچ وساتئ، ترڅو په آرامۍ سره مطالعه وکړئ.

۵:- د کتابتون روښنايي
د کتابتون روښانه کول خورا مهم دي، تاسي د مطالعې پرمهال ښه او کافي روښنايي ته آړتیا لرئ، سربېره پردې په کتابتون کي د لامپ څراغونو زیاتوالی نه يوازي د کتابتون ښکلا ته وده ورکوي، بلکي تاسي ته د شپې پرمهال د هغو کتابونو لیدل او لوستل اسانه کوي، کوم چي تاسي يې غواړئ.

زینې
که مو د کور کتابتون ټول دیوال پوښلی وي او اوږد وي، نو ددې ترڅنګ د زینې کارول آړین دي. هڅه وکړئ، چي ښکلي زینې او روښانه رنګونه وکاروئ.
ددې باوجود هغه ریل ډوله زینې، چي حرکت ته آړتیا نه لري، هم په کورنیو کتابتونونو کي د کارولو لپاره ډیزاین سوي او باید په ټول کتابتون کي وکارول سي.

د کتابونو منظمولو ډول
د کورني کتابتون تر ډیزاین او جوړوني وروسته باید کتابونه په قانوني ډول تنظیم او ووډئ، ترڅو د دوی په پيداکولو او کارولو کي ستونزه پيدانه کړئ. په دې برخه کي به موږ تاسي ته وښيو، چي د کورني کتابتون دننه څنګه کتابونه تنظیم کړو؟

د سرلیک له مخي
 د کتابونو منظم کولو آسانه لار داده، چي دوی باید د الفبا په ډول د سرلیک له مخي تنظیم کړئ، په دې سره به هر وخت ژر هغه کتاب مومئ، چي تاسي یې غواړئ.

لیکوال
 د الفبا ترڅنګ د لیکوال د نوم له مخي هم د کورني کتابتون کتابونه تنظیم کولای سئ، چي په ډېری عامه کتابتونونو کي همدا میتود کارول کیږي، نو دا طریقه یې وکاروئ که تاسي عادت یاست.

ژانر
 د کورني کتابتون کتابونه ژانر ډوله هم وډلای سئ او افسانوي یا غیر افسانوي ژانر، پراسرار یا رومانټیک، ساینسي، تعلیمي او نور بېلابېل کتابونه پکي تنظیم کولای سئ.

د رنګ لخوا
 بل مشهور انتخاب چي د کتابونو د تنظیم لپاره کارول کیږي او خورا مهم دی، باید هغوی د رنګ په واسطه منظم کړئ. دا تخنیک د هغو خلکو لپاره مناسب دی، چي د کتابونو رنګ ډېر یادوي.

:د آندازې په واسطه
که مو د کورني کتابتون تاقچې عجیب شکلونه ولري، نو غوره به وي، چي په هره تاقچه کي د اندازې له مخي کتابونه ځای پرځای کړئ.

۸:- د کتابونو د تنظیم څرنګوالی
د تصادفي تاقچو ترتیب کول: خپل کتابونه په تصادفي تاقچه کي وساتئ. ځیني په عمودي، ځیني افقي او ځیني هم په زاویوي شکل تنظیم کړئ.

:سینګار توکي وکاروئ
د کتابونو سربېره زینتي توکي لکه نباتي ګلدانونه، هنري آثار او یو شمېر نور ښکلا توکي وکاروئ او د کورني کتابتون فضاء مو نوره هم ښکلې کړئ.

:هڅه وکړئ، چي ساده اوسئ
د کورني کتابتون د المارۍ تاقچې مو باید خرابي او غیرمنظمي نه وي او تاسي باید ددې وړتیا ولرئ، چي هغه کتابونه چي تاسو یې غواړئ له تاقچې څخه لېري ياهم منظم کړئ.

وروستۍ خبره
ډېری هغه کسان چي د کتابونو سره مینه لري او غواړي په خپل کور کي شخصي کتابتون ولري؛ ددې خوب د احساس کولو لپاره تاسو لوی کور او پراخو تاسیساتو ته اړتیا نه لرئ او کولای سئ په اسانۍ سره د خپل کور یوه برخه په آرام او کوچني کتابتون بدله کړئ.

واسع ویب
ژباړن: عزت الله ذکي

Leave a Comment