ابۍ: پلار دي تور لحد ته ور شوه کئ؟
کروړ: هو موري، خدای دي پر ورحميږي، خدای دي يې لحد ورته د جنت باغچه وګرځوي.
ابۍ: آمين زويه آمين، اسقاط دي په څه شي وکئ؟
کروړ: د سلطاني يې کور ودان هغه د ولور پيسې چي يې له دبۍ راوړي وې، هغه مو په پټو کي پر خلکو وګرځولې او په آخره کي مي بېرته سلطاني ته وسپارلې. خو نژدې دغه اسقاط هم راته بل جنجال جوړ کړی وای.
ابۍ: ولي زويه څه وسول؟
کروړ: دوکاندار اکا په هديره کي يو کونج ته کړم او ويل يې: «تا خو ويل پيسې نه لرې چي قرض ادا کړې، نو دا د اسقاط پيسې دي له کومه کړې.» هغه يې د سلطاني کور ودان چي سر يې ورخلاص کئ که نه د مسلمانانو مخ ته به سخت شرمېدلی وای.
ابۍ: خدای دي وکړي چي خوا بدی کړی دي نه يي. په کور کي نه چای سته نه پلمېټ. که دکاندار اکا نوی قرض رانکي نو سبا به په فاتحه کي بمسلمانانو ته څه شی ايږدې؟
کروړ: که د خدای رضا وه نو انشالله د دکاندار اکا قرضه به ډېره ژر ور ادا کړم.
ابۍ: څه وايې زويه؟ څوک درته نوی پور درکيي؟
کروړ: نه موري، له ښار څخه يو سړی راغلی ؤ چي راغلو ټولو ليکوالانو ورته محقق صاحب محقق صاحب ويل. هغه راته د خدای په امانۍ پر وخت وويل چي بابا يې له ځوانۍ پېژندی او د هغه پر ډيرو کتابونو يې زياتي تنقيدي ليکنې هم کړي دي. ويل يې که د بابا د خونې ټول هغه زاړه لاسي نسخې ورکړو، نو به راته پنځوس زره روپۍ راکي.
ابۍ: دا زاړه وراسته کتابونه څه په کوي؟
کروړ: څه په خبر يم موري. د بابا په شان هغه ته به هم د خپلو اولادو تر نس او جامو دا زاړه کتابونه مهم وي.
ابۍ: مه کوه زويه، داسي مه وايه، داسي نه چي الله دي د پلار په حق ونيسي.
کروړ: وبخښه موري، ډېر ستړی يم او افلاتي راڅخه ويل کيږي. د بابا سره دي خدای ښه وکړي خو خپل هغه عمر، امکانات او خوارۍ چي يې بايد اول د خپل اولاد په مړولو او پټولو کي مصرف کړي وای، هغه يې پر سياهي او کاغذ ضايع کړې. آخره يې دا وه چي د ډاکټر او دوا پيسې يې لا نه لرلې. بدتره لا دا چي نه چا ورته کور ودانی ووايه او نه يې هم کله حکومت يا رايت د اولاد پر حال پوښتنه وکړه. ښه خير، دا خبري به پرېږدو، سپورا ته ووايه چي هغه کتابونه په کارټنانو کي راواچوي چي سبا سهار يې لا د موټروان اکا په لاس ښار ته و محقق صاحب ته واستوم.
ابۍ: زما دي خاوري په سر سي، تندی مي د ماتېدو دی.
کروړ: بس موري صبر به کوو. مرګ خو حق دی هر چا ته راځي، نن د بابا واری ؤ بل سبا به زموږ واری وي.
ابۍ: نه زويه د بابا مرګ دي نه يادوم. هغه کتابونه…
کروړ: په کتابو څه سوي؟
ابۍ: ته چي دي کله د بابا جنازې ته ووتې هغه د زړکو شيانو رانيونکی سوزوکي والا کلي ته راغلی ؤ. هلکانو ته مي وويل چي ستا د بابا ټول کتابونه وربارکړي. دوه نيم سوه روپۍ يې راته راوړې چي ما ويل سبا به باندي حلوا خيرات کړو.
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د جون ۱۹مه نېټه، بون
Leave a Comment