Life Sytle ژوند بڼه سبک زندگی

د انساني روح وزن

د امریکاد لاس اینجلس ښار مشهور ارواه پوه ډاکټر ابراهام د انساني روح د وزن معلومولو هڅې پيل کړې. هغه به هغه ناروغان په یوې نازکې او حساسې تلې/ترازو تلل، چې زنکدن به یې وو.
ده نیږدې ۵ کاله همدا څېړنه روانه کړې وه او لسګونه ناروغان یې تلل، د ساه اخیستلو پر مهال به یې د هغوی وزن ته کتل او چې کله به یې چې ساه بیرته له سږو وتله؛ نو بیا یې وزن معلوموه. تر دې وروسته به چې ناروغ مړ شو، نو په لومړیو شېبو کې به یې د هغه وزن یاداښت کړ. ډاکټر د خپلې اوږدې څيړنې په پای کې اعلان وکړ چې د انسان د روح وزن ۲۱ ګرامه ده!

ده وویل: انساني روح د هغه ۲۱ګرامه اکیسجن نوم دی، چې زمونږ د سږیو، رګونو، هډونو په کونج کونج کې ګرځي/دوران وهي. د ابراهام په خبره: مرګ په یوه ثانیه کې همدغه اکسیجن د بدن له هرې دریڅې راټولوي او انساني حجرې وژني.

ایا فکر مو کړی چې ۲۱ ګرامه څومره وزن دی!
دا د اوسپنې له ۲۱ کوچنیو زرو سره مساوي وي، یو رومی، یوه کوچنۍ مڼه او د سمندر په غاړه کوچنۍ تیږه ترې زیات وزن لري. خو سره له دې زمونږ خبرې په هوا کې او فکر مو تر اسمانونو هاخوا وي.
د ۲۱ ګرامه روح درلودونکی انسان فکر کوي چې همدی د میلیاردونو ټنو وزن لرونکو کایناتو یوازینی مسیحا دی.
همدلته سوال پیدا کیږي، چې که زمونږ روح ۲۱ ګرامه دی؛ نو په همدې ۲۱ ګرامونو کې به زمونږ خواهشونه، ارمانونه او هیلې څومره وي؟ په دې کې به مو نفرتونه، لالچ، چالاکي، دوکې، فریبونه او کبرونه څومره وي؟
آیا دا به ټول د همدې وزن نیمايي وي؟

نو اې انسانه!
مونږ چې دومره کوچني او بیخي په حېرانونکې بڼه جوړ شوي یو، په خپل ځان د څو ثانیو واک نه لرو، بیا ولې دومره کبر وکړو او له خپل جوړونکي ذات نه غافل واوسو!

Leave a Comment