Education

!د حیرانونکي تلسکوپ جیمز وب پیغام

ځم له دې فضا او ماورا نه لیری ،هلته چې څوک په وهم او خیال کې هم نشی ورتلای ،ځم چې د عالم هستی اسرار کشف کړم ،ځم داسی ځای ته چې ،د دې عالمِ بشریت له دومره پرمختګ سره سره بیا هم، ماته لاس رسۍ نه وي ،زما د بیا جوړولو او رغاولو به د دې بشر سره نور هیڅ وس او توان نه وي ، او نه به ماته بشر راتلای شي ،ځکه زه به ډیر لیري د دې خاورین ځمکي نه د لمر په مدار کې قرار لرم ، زه به هلته د پټو او پوشیده اسرارو لټون وکړم ،زه به په ډیر کم وخت کې ،د جهان هستی ډیر اسرار بربنډ کړم ،زه به هغه حیرانونکي تصویرونه ولیږم ، چې د نجوم او د علم خاوندانو د پاره په کې ډیر څه وي ، زه به یو تحول او بدلون د فضا او نجوم په برخه کې راولم ،زه به په دې مجهزه او پرمخ تللی تکنالوژی چې زه یې لرمه هغه څیړنې وکړم ، چې تر اوسه هیڅ تلسکوپ نه وي کړي ، زه به ډیر تیاره کنجونه د کاییناتو، او د کاییناتو د فلسفی روښانه کړم ،زه به ډیری پټي خبری ،چې د اهلِ ذوق او د نجوم د علاقه مندانو د پاره په زړه پوری وي ،او ورپسی ګرځي هغه رازونه او اسرار بربنډ کړم ،زه به ډیر لوی ستر او پیچلي موضوعات   عالم هستی څخه د بشر تر فهمه خلاضه کړم ،تر هغه اندازې بوري چې انساني عقل یې تحلیل کولای شي ،څکه د دې پراخه نظام تحلیل او پرې پوهیدل لوی عقل و فکر غواړي ،زه به په کهکشانونو کې د حیات د موندنې پلټنې وکړم ،او په ستورو کې به د څرنګوالي هم معلومات تر لاسه کړم ،زه به ډیر حرکات د عالمِ کیهان او ستورو او کهکشانونو ثبت کړم ، زه به وروسته د یو اوږود مزل یا د یو اوږود واټن د پی کولو څخه د یو نه جذبیدونکی مدارپه ماحول کې، قرار او آرام ونیسم ،او هلته تم شم، او خپل تحقیق به به رڼو سترګو پیل کړم ، چې د راتلونکی بشر د پاره یو علمی زیرمه وي ،زه به هغه څه په کاییناتو کې وڅیړم ، چې چا تر اوسه نه دي څیړلي ،او هم نه دي پرې پوهیدلي ،زه به په خپلو طاقت ورو او د بشر په لاس جوړو سترګو باندی د کاییناتو په زړه کې نظر واچوم ،او د عالم هستی رازونه به د پیله څخه تر ننه پوری تر هغه اندازې وڅیړم ،چې د جهان مبدأ ښکاره شي ، زه به د بشر د پاره د حیات او نوی ژوند امکان په کاییناتو او ستورو کې و لټوم ،تر څو د حیات امکان پیدا شي ، خو تا سو عالمِ بشریت ته می خواست او توصیه دا ده ، چې په سوله کې ژوند وکړئ، ځکه د سولي د سیوری لاندی کولای شئ چې په علمی نړۍ کې پرمختګ وکړئ،او ځوانان که انجوني دي که نارینه د علم او معرفت خواته و هڅوئ ،   خپلی علمی زیرمی ، وساتئ او د علم او فن په نړۍ کې خپلي څیړنې پراخي کړئ ،چې د الله تعالی د هستی دا نظام ډیر پراخه دی ، او پراخه څیړنې غواړي ،‎

دا بدلون په داسي حال کې شوي چې مونږ په دې اته او یا نهه میاشتو د طالبانو په حکومت کې د انجونو د مکتبونو د تړلو شاهدان یو، او تر ننه پوري یو پایلی ته ورسره نه یو رسیدلي تیرکال د ۲۰۲۱ کال د دسمبر په ۲۵ د نړۍ  لوی او ستر تلسکوپ د ګڼو علمی تحقیقی ، او فضایی څیړنو د پاره فضا ته ولیږدول شو.

سید عبیدالله نادر
واسع ویب

1 Comment

  • کتاب او مطالعه ديوه نسل څخه وبل نسل ته په ميراث پاته کيږې البته هغه نسل چه په پوهه سمبال او په پوهنه سمبال او پوهنه ددوی دژوند اساسي رکن وي.

Leave a Comment