Education

لیک نښې څه او څنګه اتسمعال کړو؟

لیک نښې څه دي؟

هغه بې غږه، منلی شوی، سمبولیک سیستم دی چې په لیک او لوست کې اسانتیا رامنځ ته کوي.

د لیک نښو په باب د بهرنیو لیکوالانو تر څنګ، افغان لیکوالانو هم خورا زیار ایستلی دی، تر دې چې په پښتو ژبه کې یې د یو سیستم په بڼه د لیک نښو سمبولونه ټاکلي دي. په پېژند کې مو د بې غږه، قرادادي او سمبولیکو ځانګړنو خبره وکړه، اړینه ده چې د ثبوت په بڼه یې په هر یوه ځانګړی پېژند وړاندې کړو.

د لیک نښو بې غږه ځانګړنه:

د دې لپاره چې په ځانګړي ډول فونیمیک خاصیت نه لري، په لیکنه کې کارول کېږي، د یو توري په شان ځای نیسي او د لیک دود معیار پرې پلی کېږي؛ خو کوم غږ نه ور کوي. د همدې لپاره باید بې غږه نښه یا سمبول ورته وویل شي.

د لیک نښې قرار دادي ځانګړنه: په نړېواله کچه په یو ډول نښې دي چې باید د لیک نښو په نامه د یو ځانګړي سمبول په بڼه وکارول شي. په انګلسي ژبه کې ورته (Punctuation)، په دري کې (علامات)، په روسیي ژبه کې (زنکي پروه پیسانیا) او په پښتو کې ورته لیک نښې وايي، په لیکنه او لوستنه کې خورا ارزښت لري چې باید له پامه ونه غورځول شي.

د لیک نښې سمبولیکه ځانګړنه: د کلمو او جملو د مناسب والي او ځانګړوالي په موخه لنډه ټاکل شوې نښه سمبول ګڼل کېږي. د همدې لپاره سمبولیکه ځانګړنه در لودای شي.

د لیک نښې د مناسبې کارونې او نه کارونې ارزښت:

د لیک نښو په ارزښت: په لیکنه کې د لیک نښو مناسبه کارونه د لیکنې نظم، وضاحت، هنریت، جزابیت، ښکلا  او مناسبوالی پیدا کوي او د افاهم لپاره یې پیغام په سمه بڼه افاده کولای شي. لوستونکی د لیکنې اصلي موخه پیدا کوي او تر پایه یې ساتلی شي. لیکنه ورته په زړه پورې او نه ستړې کېدونکې وي. د لیکوال په لوړ مهارت قضاوت کوي او د نورو لیکونو لپاره یې په لېوالتیا سره انتظار باسي چې دا د هر لیکوال لپاره تر ټولو با ارزښته هیله ده.

د نا مناسبې او یا نه کارونې زیان: د یادو شو ارزښتونو پر خلاف به یوه لیکنه له نظم، وضاحت، هنریت، جزابیت ښکلا او د مناسبوالي له پیدا کېدو بې برخې وي؛ ورسره به د لیکوال موخه او پیغام رسونه ناکامه شي.
که لیکنه بې خونده او بې نظمه وي، لوستونکی ستړی کوي، نه یوازې دا چې لیکنه به ونه لولي؛ بلکې د لیکوال د نورو لیکنو له لوستو به زړه تورن شي. ممکن لیکنه تر پایه ولوستل شي؛ خو لوستونکی به ونه پوهېږي چې څه یې ولوستل او د څه لپاره یې ولوستل؟

په پښتو ژبه کې د لیک نښو سبولونه او کارونه:

ډېری لیکنې شته چې لیک نښې پکې لیدل کېږي؛ خو له بده بخته د کارونې په ټاکنه کې ترې تېروتنه شوي وي چې دا د لیکنې ارزښت خورا کموي او همداراز لیکوال د خپلو لیکنو په لوستونکو کې کمی احساسوي.

۱. چپه پېښ (،) Comma:

په نورو ژبو کې کامه د واو په ډول لیکل کېږي؛ خو په پښتو ژبه کې د دې لپاره چې له واو سره یې توپیر وشي، د چپه پېښ په بڼه یې لیکو.
دې نښې (سمبول) ته بېلونکی هم وايي، د دې لپاره چې ساده جملې له یوې اوږدې جملې نه بېلې کړي کړې، د بېلېدونکې جملې په پای کې کارول کېږي.
همدا راز، کامه د یوې ټاکلې موخې په درلودلو سره د مختلفو وړو جمولو، د پیلېدونکې جملې او همدا راز د معترضه جملو له اصلي یا د جملې له نورو فقرو سره د بېلوالي او د کډېدونکو کلمو، د اعدادو د طبقه شمېرنېن د بېلوالي لپاره کارول کېږي.
لکه: پښتانه سره یو کېږي، ژوند په وحدت کې تېروي، یو بل ته ورور وايي او دښمن ته د یو ستر سپر په ډول څرګندېږي.
لکه: ژوند ښکلی دی، ژوند د ژوندانه خوند ته وايي او خوند هله پېدا کېږي چې له وجدان سره په تناسب کې ژوند غوره شي.

۲. نقطه (.):

د بشپړې، (د مطلب د سرته رسوونکې جملې) په پای کې او د لنډیزونو ترمنځ کارول کېږي.
لکه: احمد، محمود، جمال او مجیب راته د زوکړې مبارکي راکړه.
لکه: م.م، د ا.ا.ج او داسې نور.

۳. سوالیه (؟):

د پوښتنې په پای کې، د شک پر وخت او د نا معلوم شي پرځای کارول کېږي.
لکه: دا قلم ستا دی؟
لکه: د احمد عمر د محمود په پرتله لس که دوولس کاله دی؟

۴. ټکی کامه (؛):

دا نښه د زیاتې وقفې لپاره او د هغو کلمو په پای کې راځي چې راتلونکې کلمه یې ټينګاري، تاکیدي او یا ډېره اړینه وي او یا د هغو دوو جملو ترمنځ او یا د هغو مرکبو جملو په منځ کې راځي چې یو له بله سره تړلې وي.
لکه: زما او ستا ترمنځ غماز وجود نه لري؛ خو مور او پلار اجازه نه را کوي.
لکه: اولس له ولسمشره خوابدی دی؛ ځکه چې په وعدو یې وفا ونه کړه.
لکه: که هر څومره مال او دولت ولرې؛ مرګ به ووینې.

۵. دوه سر په سر ټکي (:):

د واضح  او یا تحلیل کوونکې موضوع، موخو او یا نورو په پای کې کارول کېږي.
لکه: د کابل پوهنتون ځانګړتیاوې: کابل پوهنتون بېلابېلې پوهنځۍ لري، تاریخ شالید یې دومره او ….
لکه: هغه وویل: ((انسانیت څه په دولت نه دی))

۶. ندایه:

د مخاطب ته په غږ کولو او امر کولو کې پکارېږي (د امر او یا په چا د غږ کونکو جملو په پای کې راوړل کېږي)
لکه: محترما! هلکه!
لکه: ته! چېرته وې؟

۷. کش (-):

دا د نوم او ضمیر د پرلپسې تکرار او کله نا کله د یوې جملې د بېلولو لپاره کارول کېږي.
لکه: ما وویل: ته چېرته وې؟
هغې وویل: په اوبو پسې تللې وم.
– ډېر وارخطا وم، مال خدای مه کړه څه بده پېښه نه وي شوي.
نه داسې کوم څه نه و.
لکه: احمد یې په خبرو کې را ولوېد: جماله! ښه کار دې ونه کړ.
جمال زغم له لاسه ور کړی و: هو! ښه کار مې ونه کړ؛ خو زه په خپل کار ښه پوهېږم.
– ګوره! دا ډېر ګواښوونکی دی.
ما ته عقل مه را ښیه.

۸. کوچنی قوس ():

دا د پام وړ شیانو، د نوې کلمې او مبهم مانا لرونکو کلمو د وضاحت لپاره په داسې ډول کارول کېږي چې وضاحت به د همدې دواړو قوسو نو په منځ کې وي.
لکه: د م.م (ملګرو ملتونو)
احمد (چې زما ورور دی) زنګ ورته وکړ

۹. ډبل واړه قوسونه (()):

د دې قوسونو په منځ کې د چا د خولې خبرې (نقل قول)، د کاتب متن او یا د چا نظر راوړل کېږي.
لکه: ولسمشر وویل: ((هیڅ افغان له بل افغان نه برتر او هیڅ افغان له بل افغان نه کم تر نه دی))

۱۰. درې ټکي (…):

د یو نوم او یا جلمې د نه څرګندېدو او یا هم د دوام د ښودلو لپاره کارول کېږي.
لکه: ماته د پاکستان ټول… خاینین ښکاري.
لکه: توریالی، بریالی، امجد اونور….

۱۱. دري ستوري ***:

دا نښه د مقالې د برخو د ویشلو لپاره په کارېږي یا د معالوماتو د را ټولو پر وخت د بېلابیلو مقالو د را اخیستلو او توپیر کولو لپاره په کارېږي.

1 Comment

  • محترم جلالي صاحب!
    کور مو ودان، ښکلې مقاله ژباړلې، ما هم .ولوستله

Leave a Comment