تعلیم او تربیه

!مطالعه؛ فکري پختګي او تاريخي سپيناوی

په اتم ټولګي کې وم، ملي هنداره کتاب مې اخېستی وو، دا د پښتنو په فرهنګي خنډونو او بندونو کې د پېچلي رومانس فولکلور کيسې وې، طالب جان او ګلبشره، موسی جان او ګل مکۍ، فتح خان او رابعه، خشکيار او شاترينه، جلات خان او شمايله دا کيسې خورا له مينې او ګدازه ډکې وې، تر نيمو شپو به ورته ناست وم، د شپې به سپوږمۍ پر هسک وه او زه به د ګروپ او يا لالټين تتې رڼا ته د فولکلور په هر پېچ و خم کې ښکته پورته تلم، هرې تراژيدۍ ته يې غريو نيولم او هرې تلوسې ته مې يې ځغاستل، هغه د جلات خان لاندې ناره مې اوس هم کله کله پر خوله وي چې:
که ښکته د بابا شینکیه ښکته
چې خونکار پاچا یې نوم وي ځنې تښته

وروسته مې بيا د سيد رسول رسا يو ناول چې مرکزي کرکټر يې عمری ډاکو وو ولوست، غالباً دا به د مفرور په نوم ناول وو او بيا مې همداسې د ازادې مطالعې اموخت واخېست. د همدې رسا صاحب د شعر يو بيت دی، هغه مې بيا د پوهنځي د خاطراتو کتابچې پر يوې نيمه سوځېدلې پاڼې وليکلو:
د ايرو څلی مې وران نه کړې ورو تېر شه
باده زه هم د اشنا د عشق يادګار يم

مطلب مې دا دی چې ازاده مطالعه له همدغسې رنګينيو پيل اخلي او بيا کرار کرار د فکر او شعور پېچلتياو ته لار کوي، ما د مينې دا نازکخياله مطالعه په همغه تنکيواله کې راپيل کړه او په منځ کې مې بيا په دولسم صنف کې د لېسې له ځانګړي کتابتونه د مناره ګم ګشته کتاب او د سيد قطب شهيد په اړه د يو بل شهيد کتابونه ولوستل، ما د مطالعې دا امتزاج تر اوسه همداسې غبرګ ساتلی، حتی په همغه کوچنيواله کې به مې چې پلار جان د مرحوم خنجر صاحب کره د شفق مياشتينۍ پسې لېږلم نو د لنډو کيسو او مرکو برخې به مې حتماً په کې لوستې.

د مطالعې ذوق بايد ژوندی وساتل شي، مهمه دا ده چې څرنګه وکولای شو د لوستنې په برخه کې د وګړو او ټولنې ذوق ته جهت ورکړو او ښکلی يې کړو، او د دې لپاره اړينه ده چې د مطالعې فرهنګ غني کړو، يوه ټولنه چې بچيان يې په مکتب او کورنۍ دواړو کې د زور او ټکولو زېږنده مطالعې ته ناست وي، دا انسان بيا مطالعې ته د ذوق او عادت پر ځای د جبر او تپلي پديدې په توګه ګوري، دوی بيا يوازې ازموينې ته لولي او کله يې هم ارزښتونو او نوښتونو ته نه لولي.
مطالعه د شخصيت جوړونې معنويت دی، مطالعه د انسان پر شخصيت او پوهې ژور اثر لري، يو څوک چې مطالعه کوي هغه په مسايلو کې د خپل نظر او خپل تحليل څښتن وي، رايه ورکوي، استدلال کوي او حتی نورو نظرونو ته جهت ورکوي، مطالعه د انسان پر اړيکو اغېز لري، هغه څوک چې تل مطالعه کوي هغه په اجتماع کې د اوسېدو او ژوند پر فرهنګ او هنر پوهېږي، ډېری وخت مطالعه لرونکي خلک اجتماعي او په ټولنه کې راښکونکي وي.

تاريخي مطالعه او د دريځ اعتدال!
په مجموع کې د تاريخ خبره ځکه مهمه ده چې زمونږ تاريخ يوازې تاريخ نه دی، دلته د معاصر سياست روح او لوری تاريخ ټاکي، دلته د سياسي ګوندونو په خطونو کې لا هم تاريخ کرښې جوړوي، انګېزه ورکوي، جهت ورکوي او هويت ورکوي.
تاريخ بايد يوازې د پېښو او محض تاريخ په توګه مطالعه شي، د ايډيالوژيو او سياسي زوايو له دريڅو راوتلی تاريخ بيا انسان د خپلو ملي ګټو او ارزښتونو پر ضد دروي، د هويت له بحران سره يې مخ کوي او دغسې انسانان بيا هواګزوي او په خپلې خيالي نړۍ کې د شګو نړۍ جوړوي او نړوي. دا ډول وګړي غواړي تاريخ له خپلې مبدا جوړ کړي او د تېر تاريخ ټوله پانګه حرامه او دښمنه بولي، دوی په عجيب دښمن منظر کې ژوند تېروي.

زمونږ په ټولنه کې لوی غضب دا دی چې د شخصيتونو په اړه په کې وران حساب کېږي، دلته د تاريخ کردارونه دو اتشه مينه وال او دو اتشه مخالفين لري، په دا منځ کې د منځنۍ خبرې والا اصلاً ځاييږي نه… يو څوک چې مطالعه ولري هغه په موقف کې توندي نه کوي، هغه د دښمن په اړه هم د عدل خبره کوي، او همدا د سليم فطرت غوښتنه ده… په تېرو څلوېښتو کلونو کې جګړو باورونه او خپلمنځي اړيکې سختې ژوبل کړي، په دې بې باوريو کې که له يوې خوا جګړې رول لرلی نو له بلې خوا په کې ګوندي تحليلونو هم تباهي کړې.

په شلمې پېړۍ کې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې تاريخ په ايډيالوژيک منظر کې وژول شو، د هېواد بسته تاريخ په چپي او راسته دواړو نظرياتو کې په خورا بې انصافۍ تحريف شو، د تاريخي کرکټرونو په اړه افراطي موقفونه ونيول شول، او دوی د تاريخ په اړه يوازې عقدې او تحريفونه خپلو پيروانو ته انتقال کړل. د ګوندونو لومړي نسل خو په همدې عناد کې عمر وواهه، که د دویيم او دريم نسل پيروان يې تاريخ مطالعه نه کړي دوی به بيا هم په ورانه روان وي، خو که ويې لوستل نو په ډېرو ناويلو به خبر شي او بيا به د تاريخ په اړه منصفانه او معقوله خبره ولري، هغه چې مونږ ورته ډېره اړتيا لرو.
په ځانګړي ډول د تېرو څلوېښتو کلونو د تاريخ مطالعه په دې خاطر هم مهمه ده چې د افغانستان پېښې داسې يو د بل پسې ورانې راغلې چې هرې مرحلې د تېرې هغې کيسې په نسيان وسپارلې، په ځانګړي ډول دويم نسل د تېرو لسيزو تاریخ بيا هم په ایډيالوژيکو او تحريف شويو بڼو کې اوري او دا له پېښو سره دروغجن او دوپه تعامل دی.

تحريکي مطالعه!
انسانان په ټولنه کې بېلابېل فکري ميلانونه او تړاوونه لري، په افغانستان کې په ځانګړي ډول څلوېښت کاله مخکې د سلطنت په کلونو کې د نسبتاً پرانيستي چاپيريال له امله خلکو وکولای شول، چې ازاد فکر وکړي، او سياسي لوری ځانته وټاکي، د ډيموکراسۍ لسيزه زمونږ د هېواد زرينه دوره وه، که دغې مرحلې په همغه طبعيت کې دوام کړې وای نو نن به مونږ په يو پرمختللي افغانستان کې د سياسي تنوع او افغاني ولسواکۍ په اډانه کې عصري ژوند درلودای. ولسواکۍ ته له سلطنتي واکه دغه نرم او کرار انتقال بېخي د افغاني مزاج او فرهنګ په تول پوره پروسه وه چې له بده مرغه د ايډيالوژۍ ناقصو لوستو خپل مزله ته پرېنښوده، چپيانو لومړنی نظامي برخورد او کودتا وکړه او د محمد داوودخان لپاره يې يو تاريخ ونړاوه او يوه تنکۍ ولسواکي يې زندۍ کړه.

د دې بدمرغيو پيل او استمرار د جنګي قضيې د پيلوونکو د فکري سير هغه خامۍ وې چې دوی په کې بې مطالعې وو او همداسې په هورا ګانو او تشو ميټينګونو کې يې له تاريخ، عقيدې او ملت سره ډزې کولې… د اسلامي نهضت تنظيمي پيروان هم د مطالعې او روزنې له سختيو تېر نه شول، وروسته چې بيا کوم قيامتونه د دوی له خاميو راوورېدل په کې د اسلامي ويښتابه ټول بديلونه له شانه وغورځېدل.

په هر صورت که نن د هورا انقلابيانو له اولادې پوښتنه وکړې نو هغوی يوازې په عاطفي او کورنۍ اړيکه کې خلقيان او پرچميان دي او د اسلامي نهضت پر ليکه د رامنځته شويو تنظيمونو اوسنی نسل هم په دغسې سناريو کې حزبيان، جمعيتيان او اتحاديان دي، نن د دې اړتيا ده چې د انقلاب د ښکېلو فکري اړخونو دويم او درېم نسل د خپلو پلرونو فکر په پوره سنجيدګۍ مطالعه کړي، د دې اړتيا ده چې پلرنی فکري بهير په کې اوسني ابهام او دوه رنګۍ ته پرېنږدي، هغه چې پرون په کې روژې ماتېدی، په کې کليمې ماتېدې، په کې دين ارتجاع وه او په کې ملي ګرايي د انټر ناسيونالېزم سره خيانت وو، هغه چې فکري تنوع په کې حرام وه، هغه چې زغم په کې د ژوند قصابي وه، او هغه چې يو ملت په کې له عظمت نه وغورځېد او يو هېواد په کې ونړېد غرق شو… دا ټولې پېښې لوستل او څېړل غواړي، نننی ځوان بايد د حالاتو متن ته ورشي او فکر ته منطق پيدا کړي.

په اوسني وخت کې د بېلابېلو فکري جريانونو ځوان پيروان بايد د خپلو جريانونو تاريخي امتداد او پېښې له يوې خوا او فکري سرچينې له بلې خوا په خورا دقت او ژورتيا مطالعه کړي، دا به زمونږ له ټولنې سره مرسته وکړي چې شعوري انسانان ومومي، دغسې به زمونږ ټولنه د پخو او شعوري جريانونو په غنا کې فکري ثبات او سوليزه سيالي تجربه کړي، د مطالعې نسل به زمونږ ټولنه د فکري بېسوادانو له جذبو او نارو څخه شعور او سنجيدګۍ ته يوسي چرته چې به د سياسي اجتماعي فکرونو په تنوع کې زمونږ ټولنه د جمود کنګل مات کړي او د ارتقا پړاوونه ووهي.

سانسور مطالعه!
د مطالعې د ودې لپاره مهمه خبره ازاده مطالعه ده، سانسور شوي کتابونه د مطالعې وده ټکنۍ کوي او وژني يې، د ټولنې وګړي کليشه يي او تپلي کتابونه نه لولي، هغوی بايد په خصوصي او عامه کتابتونونو کې د خپلې خوښې کتابونه ومومي،که د موضوعاتو تنوع موجوده وي نو بيا به ټولنه د متنوع لوستونکو په ګڼه ګوڼه کې د علمي او فکري فقره خلاصه شي، علمي او فکري بډاينه پر مادي پرمختګ نېغ اثر لري او فکري وده د ټولنې پر فرهنګي غنا اغېز لري، دغسې بډاينه په نهايت کې يوه خوشحاله او ممتازه ټولنه رامنځته کوي چې هلته بيا ليکوال ځانته ليکل نه کوي بلکه ټولنې ته يې کوي او هلته بيا ټولنه لولي، ليکوالان زېږوي او علمي-فکري پرمختګ کوي.

د کتاب او چاپېريال لوستنه!
ډېر کله د کتاب او کلي په کيسو کې ناشولته تفاوتونه وي، که يو څوک کتاب مطالعه کوي او ځان يې له ټولنې ګوښې کړی وي، دا مطالعه په ټولنه کې يوه فوق العاده طبقه رامنځته کوي چې تل به له خلکو پردی وي، په فلسفو او سپسپو کې به د خيال غونډاري ولي او اجتماع به په خپل همغه بدويت کې له عصره شاته راښکلي او نيولي مزلونه کوي.

د ادب په ډګر کې تل دا پوښتنه مطرح وي چې مثلاً شعر د ټولنې په کچه وويل شي او که د خپل فکر دايره کې، همدا د نثر، کيسې، ناول، اجتماعي فرهنګي اثرونو او ټول ژوند خبره ده… کله چې مونږ د ټولنې او ليکوالو تر منځ د توپير عمق ګورو دا په دې نه حل کېږي چې ليکوال دې د ټولنې عقل ته راکوز شي او ليکل دې ورته وکړي او يا دې ليکوال د خپل عقل خميره خلکو ته پخه کړي، په دې کشمکش کې دا توپير له منځه نه ځي. حل دا دی چې په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ پياوړی شي، د مطالعې تنده ټولنه د ذوق پر رنګ دروي او دا بيا داسې ټولنه وي چې هلته انسان کتاب او ماحول دواړه مطالعه کوي دا نو بيا د تيوري او عمل يو ښايسته امتزاج رامنځته کوي.

Leave a Comment