نن سبا، د نړۍ د زیاتره پوهنتونو استادان، کوښښ کوي، چې زیاتره علمي مقالې، د نړۍ په مشهورو بین المللي مجلو (Journals)، او بین المللي کنفرانسونو کې چاپ کړي. دغه د علمي مقالو چاپېدل، د یوه پوهنتون په شهرت کې ډېر مهم رول لري. یعنې د پوهنتون په شهرت، د پوهنتون د بودیجې په زیاتوالي، او د استادانو په علمي ترفیع کې، د پام وړ اغېز لرلای شي.
د یادونې وړ ده، چې په بین المللي مجلو (Journals) کې هم فرق شته. یا په بل عبارت، ځینې یې د ډېر، او ځینې یې د لږ څه کم اهمیت وړ وي.
همدارنګه، په بین المللي کنفرانسونو کې هم فرق شته، او ځینې یې ډېر په لوړه سویه وي.
د مثال په توګه، د IEEE, مجلې او کنفرانسونه، په علمي ډګر کې ډېر لوړ ځای لري.
دا ټکی هم باید واضح شي، چې په علمي ټولنه کې، د هر مسلک مطابق، مناسبې مجلې، او کنفرانسونه وجود لري، او لیکنه باید مناسبې مجلې، او یا مناسب کنفرانس، ته ولېږل شي.
کله چې یوه علمي مقاله، کومې مجلې، او یا کوم کنفرانس ته، لېږل کیږي، هغه باید، د هغي مجلې، او یا کنفرانس، د چاپولو په منل شوې طریقه (Format) برابره ولیکل شي. کنفرانسونه، په لومړۍ مرحله کې یوازې د Abstract غوښتنه کوي، او که چېرې دغه Abstract ومنل شي، نو بیا مکمله مقاله غوښتل کیږي.
هېره د نه وي، چې مجلې په لومړي سر کې، د مکملې مقالې غوښتنه کوي.
کله چې یوه علمي مقاله، کوم کنفرانس او یا مجلې ته ولېږل شي، نو بیا هغې لیکنې ته، لږ تر لږه، د ۲ ریفري پواسطه په ډېر غور سره، هر اړخیزه کتنه کیږي. که چېرې دغه دواړه ریفري مثبت نظر ورکړي، نو بیا دغه مقاله د چاپ کولو لپاره په نظر کې نیول کیږي. البته، بیا هم امکان لري، چې دغه مقاله څو څو ځلې بېرته لیکونکي ته د اصلاح لپاره ورولېږل شي، چې تر څو آخرینۍ کاپي یې چاپ ته تیاره شي.
د یادولو وړ ده، چې لیکونکي باید د کنفرانس د ثبت نام، د استوګنې د ځای، او ګډون لپاره، د هغه کنفرانس تعین شوی فیس هم ورکړي.
د کنفرانس په وخت کې، لیکونکی باید خپله مقاله په کنفرانس کې د نورو ګډونوالو په وړاندې دفاع کړي، او د ګډونوالو هر نوعه پوښتنو ته ځوابونه باید وویل شي.
هېره د نه وي، چې هغه مقالې چې په مجلو کې چاپیږي، هغه کوم فیس نلري، او هم لیکونکي ګډون پکې نه کوي، او هم کومې نورې تشریح ته ضرورت نلري.
لېکن، دا خبره باید څرګنده شي، چې په مجلو کې د یوې علمي مقالې چاپېدل، تر کنفرانس، څو ځلې مشکل، او همدارنګه، اهمیت یې هم څو ځلې زیات وي.
زیاتره وخت، په یوه علمي مقاله کې د څو نفرو نومونه لیکل شوي وي، چې البته، د لومړي لیکوال نوم ډېر د اهمیت وړ دی. دا پدې مانا، چې ددغه مقالې اصلي لیکوال همدغه لومړی نفر وي، او د نورو برخه، د هغې پرتله دومره زیاته نه وي.
د علمي مقالې چوکاټ
د یوې تخنیکي علمي مقالې د لیکنې چوکاټ (Layout)، له دغو لاندې برخو څخه جوړه شوې وي.
لومړۍ برخه – Abstract
پدغه برخه کې د یوې علمي مقالې په هکله په ډېره لنډه توګه په زړه پورې معلومات وړاندې کیږي. یا په بل عبارت، پدغه برخه کې، د مقالې موضوع او لاسته راوړنې په ډېره لنډه، او واضحه توګه وړاندې کیږي. یعنې، که یو څوک د یوې علمي مقالې یوازې همدغه برخه په غور سره ولولي، نو هغه پوهېدلای شي، چې دغه مقاله، د څه شي په هکله لیکل شوې ده.
دوهمه برخه – Introduction
پدغه برخه کې د مقالې هدف (Aim)، او Objectives په ښکاره توګه وړاندې کیږي. یعنې، پدغه برخه کې، د لومړۍ برخې پرتله، د مقالې په هکله یو څه زیات معلومات، لوستونکو ته وړاندې کیږي.
همدارنګه، پدغه برخه کې لیکونکی، باید لوستونکو ته وشیي، چې دغه لیکنه، د یوه علمي پرابلم د حل په هکله لیکل شوېده.
د مقالې د هدف د واضح کولو دپاره، دغه مثال وړاندې کیږي.
فرض کړئ، چې یو څوک حج ته ځي، نو د دغه سړي، اصلي هدف (Aim) حج کول دي. لېکن، د حج د اداء کولو لپاره باید ځینې لازم ګامونه هم پورته شي. د مثال په توګه، د حج کولو لپاره، د ویزې اخستل، د تکت رانیول، او د هوټل نیول، لازم دي، چې دغو کارونو ته Objectives وایي.
درېیمه برخه – Literature Survey
پدغه برخه کې هغه ټولې علمي منابع، چې ددې مقالې په لیکلو کې ترې ګټه پورته شوې وي، په دقیقه توګه وړاندې کیږي. پدغه برخه کې ددغو منابعو متن په ډېره لنډه توګه ذکر کیږي. پدغه برخه کې باید هغه متن ذکر شي، چې ددغې مقالې سره مستقیماً تړاو لري. لیکونکي باید ددغه متن اصلي مطلب پخپله نوشته کړي، کټ مټ کاپي نشي، او باید د هغه د اصلي منبع، یادونه د رېفرنس پذریعه وشي.
لیکونکی، باید د خپلې مقالې په هکله ښه څېړنه وکړي، او په واضح توګه وښودل شي، چې دغه کار بل ځای ندی ترسره شوی، او تکراري ندی. که فرضاً دغه وړاندې شوې مفکوره، کوم بل ځای چاپ شوې وي، نو دغه مقاله بیا څوک نه چاپوي، نه چا ته د منلو وړ ده، او هغه حتمي رد کیږي.
دغه برخه، د یوې علمي مقالې یوه مهمه برخه شمېرل کیږي. دا پدې خاطر، چې لیکونکي، د خپل کار مفکوره، ددغه نورو علمي مقالو د لوستلو پذریعه، لاسته راوړېده.
ددې برخې په پای کې لیکونکی، د خپل کار په هکله د منلو وړ پېشنهاد کوي، او خپل د حل لارې، او دلایل وړاندې کوي.
څلورمه برخه – The Real Work
دغه برخه د کار، اصلي برخه تشکیلوي، او پدغه برخه کي، ټول شیان په مکمله توګه ذکر کیږي. دغه برخه، لدغه لاندې وړو برخو څخه جوړه شوې وي.
الف – Design
پدغه برخه کې د مقالې د اصلي موضوع ډیزاین، په هر اړخیزه توګه څېړل کیږي. د هغه د ډیزاین طریقه، په واضحه توګه وړاندې کیږي.
ب – Simulation
پدغه برخه کې لومړنی ډیزاین آزمایل کیږي، او کتل کیږي، چې په زړه پورې نتیجه ورکوي، او کنه.
ددغه ډیزاین، کمپیوتري ماډل په ټولو خاصو حالتونو کې تر آزموینې لاندې نیول کیږي. کېدای شي په لومړني ډیزاین کې څه تغیرات واقع شي، او دغه کړنه څو څو ځلې تکرار شي، چې تر څو هغه آخریني ډیزاین ته ورسیږي.
ج – Build
کله چې دغه وړاندې شوی ډیزاین قبول شو، نو هغه بیا په عملي توګه جوړېږي.
د – Testing Strategy
لیکونکی باید خپله د امتحان کولو ستراتیژي، په ښه واضحه توګه، وړاندې کړي، او خاص شرایط باید ټول په نظر کې ونیول شي.
ھ – د کار لاسته راوړنې
پدغه برخه کې لیکونکی خپلې ټولې لاسته راوړنې وړاندې کوي.
د یادونې وړ ده، چې دغه څلورمه برخه، د کار اصلي برخه تشکیلوي، او د همدغې برخې په خاطر به، ددغه علمي مقالې اهمیت، تعین کیږي.
لیکونکي باید، دغې برخې ته ډېره زیاته پاملرنه وکړي.
پنځمه برخه – Conclusions
پدغه برخه کې لیکونکي د خپل کار، ټولې لاسته راوړنې وړاندې کوي. یا په بل عبارت، هغه ټولې نتیجې، چې ددغه کار په هکله، لاسته راوړل شوي وي، هغه ټولې په لنډه توګه، لیکل کیږي.
همدارنګه، هغه نیمګړتیاوې، چې ددغه سرته رسول شوي کار په هکله، وجود ولري، هغه هم باید ولیکل شي.
شپږمه برخه -Recommendations
پدغه برخه کې، ددغه کار په هکله راتلونکي پېشنهادونه او وړاندیزونه، په واضح توګه وړاندې کیږي. یا په بل عبارت، ددغه کار د سرته رسولو، هغه نورې لارې او طریقې، چې لیکونکی یې، وړاندیز کوي، په هر اړخیزه توګه وړاندې کیږي. لوستونکي دغه برخه، په ډېره مینه او علاقه سره لولي. دا پدې خاطر، چې د همدې برخې لوستل، باید د بل علمي کار، د سرته رسولو زمینه برابره کړي.
د نړۍ ریسرچ په همدغه ډول دوام پیدا کوي.
د یادولو وړ ده، چې ځینې لیکونکي، یوازې دغهٔ عذر وړاندې کوي، چې د وخت د نلرلو له کبله یې، دغه وړاندیزونه ونکړای شوی، او دغسې وړاندیزونه د منلو وړ ندي.
اوومه برخه – References
پدغه برخه کې د هغو ټولو رېفرېنسونو لست لیکل کیږي، چې له هغو څخه پدغه لیکنه کې ګټه پورته شوې وي. یا په بل عبارت، د هغو مقالو نومونه لیکل کیږي، چې هغوی ددغې مقالې سره ارتباط ولري، او له هغوی څخه پدغه لیکنه کې ګټه پورته شوې وي.
د ځینو علمي مقالو لیکوالان، د رېفرنس په هکله، یوازې د هغې شمېرې ته اهمیت ورکوي، چې دا کړنه درسته نده، او باید ونشي.
د یادونې وړ ده، چې رېفرېسونه باید ډېر دقیق او سم ولیکل شي، او د هغوی د لیکلو دپاره هغه منل شوې لارې غوره شي.
اتمه برخه – Appendices
پدغه برخه کې په عمومي توګه، دغه لاندې ۲ برخې شاملې وي.
الف – List of Figures
پدغه برخه کې، هغه ډیاګرام، جدولونه، او ډېټا شیټ چې پدغه لیکنه کې ترې استفاده شوې وي، لیکل کیږي.
ب – Programming Listings
پدغه برخه کې، هغه د کمپیوتر کود، چې ددغې مقالې په هکله لیکل شوی وي، وړاندې کیږي.
د پام وړ ټکي
هیله ده، چې دغه لیکنه، د پوهنتون محصلینو، او استادانو ته یو څه ګټوره واقع شي.
زه د علمي مقالو په لیکلو کې یو څه تجربه لرم، او ما د خپلې شاګردۍ او معلمۍ په دوران کې، ډېرې علمي مقالې په مناسبو مجلو او بین المللي کنفرانسونو کې چاپ کړې دي. یا په بل عبارت ددغه لیکنې، لیکوال، د لېسانس، ماسترۍ، او دوکتورا، شاګرد پاته شوی، او په افغانستان، او انګلستان کې یې، د معلمۍ ۳۳ کلنه تجربه لاسته راوړېده.
دغه لیکنه به ان شاءالله، د لېسانس د آخر کال د پروژې (Final Year Project) د راپور په لیکلو، د ماسترۍ د (Dissertation) په لیکلو، او د دکتورا د (Thesis) په لیکلو کې، یوڅه ناڅه کمک وکړي.
د یادونې وړ ده، چې همدغه د لیکنې وړاندې شوی چوکات، به ان شاءالله، د ذکر شوو لیکنو لپاره، د یوې خاکې په توګه کار ورکړي. یا په بل عبارت، همدغه چوکاټ به ان شاءالله، د ټولو علمي لیکنو دپاره کار ورکړي، او یوازې ددغه وړاندې شوو برخو، هدف، جزیات، متن، تحلیل، او لاسته راوړنې به، یو له بله سره توپیر ولري.
الحمدلله، په افغانستان کې، ډېر زیرک او پوه شاګردان او استادان وجود لري، چې په علمي ډګر کې، ډېرې لاسته راوړنې لري. دوی باید کوښښ وکړي، چې خپلې لاسته راوړنې، په مختلفو مجلو، او بین المللي کنفرانسونو کې چاپ کړي، او الله(ج) د، ددغه په اسلام او وطن مین شاګردانو، او استادانو، تعداد نور هم زیات کړي. آمین یارب العٰلمین.
عبدالله وردک
واسع ویب
د عبدالله جان وردک صاحب څخه نړۍ مننه چې د ګرانو هیوادوالو سره علمی موضوعات شریکوی ډير ښه او پر ځای عناوین پکی ځای پرځای شوی وه