د ناول د لیکلو او لوستلوادبیات له ډېرو پخوا زمانو د انسانانو لپاره د بحث او بوختیا موضوع وه، خو په وروستیو دوو پېړیو کې پر دې موضوع بحثونه سیستماتیک او علمي شوي دي. پخوا به یې یوازې شعر ممتاز ادبي فعالیت باله. بحثونه، نقدونه، ستاینې به یوازې د شعر کېدلې خو چې انسانان له خیالي وزګارې نړۍ واقعي او بوختې نړۍ ته راورسېدل نو پر نورو ادبي ژانرونو هم بحثونه پیل شول. په شرقي ادبي کړیو کې هم تر ډېره بحثونه پر شعر شوي او شعري ژانرونه ارزول شوي دي، له اموي خلفاوو راواخله بیا تر عباسي، عثماني او په افغانستان کې له سوریانو راواخله بیا د هوتکیانو تر ترباره بحثونه پر شعر دي.
انسان چې پرمختګ کوي له انساني فکر سره تړلې پدیدې لکه ادبیات او د فرهنګ نورې څانګې هم بدلېږي او پراخېږي. په دې لړ کې ادبیات هم پراخ شوي او مهم بحثونه یې په اړه شوي. متیو آرنولد (۱۸۲۲-۱۸۸۸ز) د ادبیاتو په اړه د نظریاتو په رامنځ ته کولو کې اغېزناک او مخکښ کس ګڼل کېږي. هغه به ویل چې ادبیات تر بل هر روزنیز مسلک ډېر روزنیز اړخ لري. په دې مانا چې که موږ د یوې ټولنې د روزنې او پیاوړتیا په اړه فکر کوو نو ادبیات یې ښه لاره ده. آرنولد په دې باور و که موږ په وچو خبرو، وچو نصیحتونو او وصیتونو د روزنې هڅه کوو، نو ښايي ډېر اغېزناک کار نه وي، خو که موږ همدا روزنه ادبیاتو ته وسپارو او بیا د ادبیاتو له لارې د فکر د عامولو هڅه وکړو نو دا تر ټولو غوره او اغېزناکه لاره ده. هېره دې نه وي چې متیو هم شاعر و او هغه شعر د روزنې لار باله او په دې باور و چې په شعر کې د ښو افکارو وړاندې کول به تر مستقیم نصیحت ډېر اغېز وکړي.
د متېو یوه بله مهمه ځانګړنه دا وه چې غوښتل یې پر ادبیاتو علمي بحثونه وشي. د ادبي نظریو څېړونکي په دې باور دي چې په پوهنتونونو کې د ادبیاتو اوسنی تدریسي سیستم د آرنولد پر نظریاتو ولاړ دی او پخواني انګلیستان دده له نظریاتو په استفادې د ادبیاتو د تدریس لپاره په پوهنتونونو کې څانګې رامنځ ته کړې. (برتنس، ۲۰۰۱، ۲۲مخ)
کله چې په نړۍ کې لومړۍ او دویمه نړیواله جګړه پای ته رسېږي نو پر شعر د بحث بهیر ورو ورو کمرنګه کېږي. ستر لامل یې دا وي چې انسانان نور په شعر د حقیقي ژوند ستونزې نه شي حل کولی. له بلې خوا د ایف آر لیوېس په څېر کره کتونکي، چې په کمبریج پوهنتون کې د ادبیاتو استاد و، دې ته پام کوي چې باید پر کیسو او ناولونو تمرکز ډېر شي. لېویس هغه مهال د سکروتیني مجلې پياوړی او مهم غړی و. نوموړی د ټي ایس ایلیوټ له نظریاتو اغېزمن و، خو د ایلیوټ ډېر نظریات د شعر په اړه و. لیویس کوښښ وکړ چې له دې نظریاتو په استفادې پر کیسو هم خبرې وکړي. د نوموړي نظریاتو وروسته په اروپا او امریکا کې ډېر پلویان وموندل او پر کیسو یې بحثونو ته لارې خلاصې کړې. لیویس پر شعر او کیسه تر ډېره له اخلاقي او روزنیز اړخه خبرې کولې. هغه په همدې لړ کې د ادبي پنځونو فورم یا بڼې ته هم دومره ارزښت نه ورکاوه، بلکې ویل به یې: ښه ادبي اثر هغه دی چې د ژوند په اړه زموږ فهم ډېر کړي. په دې مانا چې موږ په ژوند څومره پوهولی شي او له واقعي ژوند څومره لرې یا څومره ورته نږدې دی. همدا سبب دی، چې د ده له نظره ناول د رښتیني ژوند تر ټولو ښه انځور دی او د ژوند په اړه مو په ډېر څه پوهولی شي. لیوېس به دا هم ویل چې له ژوند ښه او رښتینی انځور یوازې هغه اصیل لیکوال وړاندې کولی شي چې اخلاقي کمال ته رسېدلی وي.
لیوېس به ویل ناول لیکونکي ستر خلک دي او په وینا یې د ژوند په رازونو او بېلو اړخونو پوه دي، نو له همدې امله ناول لیکونکي په ټولنه کې په مهمو خلکو بدلېږي. د لیوېس تر نظریاتو وروسته نه یوازې په اروپا کې بلکې په امریکا او شرق کې هم د نثري ادب په تېره د کیسې او ناول په اړه بحثونه ډېر شول او پنځګرو هم دې لوري ته پاملرنه ډېره کړه. دوی ځکه ناول مهم باله چې په خبره یې د ژوند جزیاتو ته پکې پاملرنه ډېره ده او لیکوال یې په داسې څه پوه دی چې په هغه پوهېدل زموږ لپاره هم مهم دي. لیوېس او لارنس خو آن دا هم وویل چې ناول ډېر مهم څیزونه انسان ته ورکوي (موږ ته داسې څه راکوي چې نور هنرونه او علوم لکه ارواپوهنه او ټولنپوهنه یې نه شي راکولی). (لاورېنس، ۱۹۷۲، ۱۲۹مخ)
د لارنس موخه دا ده چې ناول مو تر علومو او وچو بحثونو ډېر په ژوند پوهولی شي او تر نورو هنرونو په ښه توګه موږ د لیکوال او پخوانیو انسانانو له تجربو خبرولی شي. هانس برتنیس د ادبي نظریو په کتاب کې لیکي: (څوک د اصلي ژوند تجربه کول نه خوښوي؟) وروسته همدې پوښتنې ته پخپله ځواب وايي چې ناول مو د نورو د ژوند په اصلي تجربه کې شریکوي او موږ ته په نامستقیمه توګه داسې څه را زده کولی شو چې له وچو کتابونو یې نه شو زده کولی. (برتنس، ۲۰۰۱، ۳۳مخ)
هانس همدا راز وايي چې ناول لوستونکی د پراخ لیدلوري خاوند دی؛ نو له همدې امله خپلو لوستونکو ته وايي چې که غواړئ پراخ فکر ولرئ او د مزل لارې مو پراخې وي نو د سترو لیکوالانو ناولونه ولولئ، ځکه دوی مو تر شعرونو او وچو کتابونو ښه روزلی او تیارولی شي.
یوازې دا بحثونه نه دي، بلکې له لسیزو راهیسې داستاني ادب په تېره بیا لنډه کیسه او ناول نه یوازې دا چې د ادبي ذوق د خړوبولو لپاره کارول کېږي، تر څنګ یې د فکري روزنې او ټولونو د سمونې لپاره هم کارول کېږي. انګریزانو چې کله غوښتل هندي ټولنه انګلیسي ژبې کړي، نو کیسې او د کیسه ییز ژانر له لارې د انګلیسي فرهنګ عامولو ته یې مخه کړه. اوس هم په نړۍ کې کیسه او ناول تر بل هر ادبي ژانر ډېر لوستونکي لري، خو زموږ په ټولنه کې لا هم دا بهیر پیکه دی. لاملونه یې ښايي دا وي چې موږ تکړه لیکوالان د ګوتو په شمار لرو او تر ډېره لیکوالانو د لوستونکو ذوق هم نه دی مطالعه کړی. که دا هر څه وي لا هم باید خلک په دې باوري کړو چې کیسه او ناول لوستل زموږ د ټولنې لپاره ستره اړتیا ده. ځوانان او ماشومان مو باید کیسه ولولي او د کیسې له لارې په ژوند او پرمختګ پوه کړل شي. د لارنس خبره ده چې د ارواپوهنې او ټولنپوهنې تر کتابونو د کیسې او ناول لوستل ستاسې شخصیت ډېر بشپړولی شي او ستاسې لیدلوری پراخوي.
کړکۍ اکاډمي
Leave a Comment